ټیکنالوژي
د تهریډز د میاشتني کارونکو شمېر ۴ میلیارده کسانو ته ورسید

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
تهریډز ټولنیزه رسنۍ چې د ایکس یا ټویټر په مقابل کې د ۲۰۲۳ کال په جولاۍ کې د میټا لخوا جوړ شو، اوس یې د کارونکو میاشتنی شمېر ۴ میلیارده تنو ته رسیدلی.
د انسټاګرام مشر اډم موسیري ویلي، په تېرو دوو کلونو کې تهریډز ډېره پرمختګ کړی، خو لا هم ډېر کار پاتې دی.
د دې نه مخکې، د ۲۰۲۵ کال د اپریل په وروستۍ اوونۍ کې د میټا مشر ویلي وو، چې د تھریډز کاروونکو شمېر له درې نیم میلیارده کسانو زیات شوی دی.
بل خوا، د ایکس میاشتني کاروونکو شمېر ۶ میلیارده کسانو ته رسیدلی او اټکل کیږي، چې په راتلونکې کې تهریډز ترې مخکې شي.