
کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، طالبانو په غور ولایت کې یو کس چې په موټر کې د بنګو دوه پاکټه دانې بار کړې وې، په ډزو وژلی.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته په را لیږل شوي خبر کې ویلي، دغه پېښه د یاد ولایت په سیا بند کې نن سهار رامنځته شوې ده او یاد کس د ډزو په پایله کې ووژل شو.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د یاد وژل شوي کس وډیو خپره شوې ده، چې د پېښې لیدونکې بریدګر د طالبانو په منځ کې شرابیان بولي.
تر دې وړاندې هم طالبانو په عامو خلکو د ډزو په پایله کې ګڼ شمېر کسان وژلي.