افغانستانخبرونه

خوست کې یو بل تنکي ځوان ځان وژنه کړې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د مراد په نوم یو ۱۳ کلن تنکي ځوان ځان وژنه کړې ده.

سرچینې وایي، دغه پېښه  د یادې ولسوالۍ په حسن زایو کلي کې رامنځته شوې او مراد خپل ځان په ځړولو سره وژلی دی.

تر اوسه د دغه پېښې لامل ندی روښانه شوی او نه هم طالبانو د دې پېښې په اړه څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خوست کې رسنیو ته امر کړی، چې د ځآن وژنې پېښې به نه خپروي.

په غزني کې بیا د طالبانو والي د دې ډلې د مشر د حکم له مخې د هغه کسانو چې ځآن وژنې کوي، د جنازې او فاتحې مراسم یې منعه کړي.