
کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د یادې ولسوالۍ اړوند د بادغیس ـ فاریاب پر لویه لاره دلانډ کروزر د چپه کېدو پېښه کې رامنځته شوې ده.
په بادغیس ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم یاده پېښې تائید کړې ده.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي سهولتونو او قوانینو نشتون او نه مراعت کول او یو شمېر نور هغه څه دي، چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل کیږي.