افغانستانخبرونه

طالبانو د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنه په دورو وهلي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سترې محکمې ویلي، چې دغه ډلې د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې او د غلا په قضیو کې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه په دورو وهلي.

دوی زیاته کړې، یاد کسان له ۳۰ څخه تر ۳۹ پورې په دورو وهل شوي او له یو کال څخه تر ۱۸ کاله تنفیذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

که څه هم په وروستیو کې د طالبانو د ډلې اړوند د اخلاقي فساد، بډې اخیستنې او ګڼ نورې ویډیو ګانې خپرې شوې، خو لا هم دغه ډلې خپل کسانو ته د سزا ورکولو هیڅ خبر نه دی خپور کړی.