د جمهوريت سقوط، پر ښځو بندیزونه، له ښوونځي تر کار او سیاسي فعالیت

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې نن د زمري يا اسد ۲۴مه د تېر جمهوري نظام د سقوط څلور کلونه پوره شول، واک ته د طالبانو له رسېدو سره په افغانستان کې د ښځو وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او له ګڼو بندیزونو سره مخ دي.
طالبانو ښځې لومړی له کار، بیا له ښوونځي او پوهنتونه منع کړې او په ټولنه کې يې په بېلابېلو برخو کې پرې بندیزونه ولګول.
پر ښځو د طالبانو د محدویت فرمانونه
طالبانو د خپل واک د حاکميت په لومړيو کې د ښځو پر مخ د ښوونځيو د دروازو له بندیدو را پدېخوا تر اوسه پر ښځو او نجونو شاوخوا ۵۰ بندیدزونه لګولي دي.
په دغو بندیزونو کې:
- په ښوونځيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو بندیز
- په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز
- په خصوصي روغتيايي مرکزونو کې د زده کړو بندیز
- په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز
- له دولتي ادارو څخه د ښځو د ویستل
- جبري حجاب
- پارکونو، عمومي حمامونو او ورزش ځايونو ته د ښځو د ورتګ بندیز
- له محرم پرته د ښځو د سفر بندیز
- د ښځو له لوري د طلاق غوښتلو بندیز
ګڼ نور بندیزونه هم دي چې په دغه موده کې په ښځو لګول شوي دي او لا هم دا لړۍ روانه ده. دغو ټولو بندیزونو ته د امر ثاني نوم ورکړل شوی او خلکو ته دروغجنې هیلې ورکول کېږي چې ګواکې دا بندیزونه به بېرته لرې شي.
رسنیو کې د ښځو بندیزونه او ستونزې
د ملګرو ملتونو د يونیسکو سازمان وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر ښځو د نورو بندیزونو سربېره، په رسنیز ډګر کې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګېدلي چې له امله یې ۸۰ سلنه ښځې بې دندو شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کولتوري برخې (یونیسکو) سازمان د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب ځانګې مشرې اندریا کایرولا وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې وروسته هغه ښځينه خبريالانې چې د خپلو کورنيو د اقتصادی ملاتړ لپاره یې کار کولو، له دندو وشړل شوې او اوس له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي.
طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واک ټينګېدو وروسته په رسنيو کې د ښځو د مخ پټولو یا حجاب مراعتولو بندیز ولګول شو. که څه هم لنډه موده ځينو رسنيو مقاومت وکړ او ښځينه کارمندانې يې بې حجابه (بې مخ پټولو) خپرونو او خبرونو ته حاضرېدلې خو د طالبانو د استخباراتو د فشارونو له ډېرېدو وروسته اړ شول چې ښځينه مخونه پټ کړي او نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې ښځينه خبریالان په پټ مخ خبرونه وايي او خپرونې مخته وړي.
دغه راز په ځينو ولايت جنوبي ولايتونو (کندهار، هلمند، زابل او ارزګان) کې ډېر کله د ښځو غږ له رسنيو نه خپرېږي او کله ناکله په ځینو نورو ولايتونو کې هم د لنډ وخت لپاره دا ډول پرېکړې وشي خو د وخت په تېرېدو بېرته ښځې د کار اجازه تر لاسه کړي.
په عام محضر کې د ښځو نيول
طالبانو د خپلې واکمنۍ په څلورم کال پر ښځو تاوتریخوالی لا ډېر کړ او د کابل په شهر نیو، کارته نو او ځينو نورو ګڼ مېشته سیمو کې يې ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تړاو ونیولې او بیا یې د کورنيو په ضمانت خوشې کړې.
همدا اوس هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امربالمعروف کسان ګرځي او ښځې هوټلونو ته له تګ، بې حجابه ګرځېدو، بې محرمه ګرځېدو او ځينو نورو خپلواکه کړنو څخه منع کوي.