
کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې تر سختو ورښتونو وروسته سیلابونه راوتلي او ځمکښوېیدنه يې رامنځته کړې چې له امله يې اته کسان مړه شوي او ۱۷ نور نادرکه شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې پرون په باجوړ کې شدید باران شوی او وروسته سیلابونه راووتل چې دا پېښه يې رامنځته کړه.
يو ځايي خبریال حسبان الله وايي د ژغورنې ټیمونه سيمې ته رسېدلي، څو ټپيان يې روغتون ته لېږدولي او د ژغورنې عملیات روان دي.