
کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه يې قرغزستان هېواد ته سفر کړی دی، د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بیک قسیم عليیف سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا، صنعت او پانګونې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د افغانتسان او قرغزستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رامنځته کېدو او په کابل کې د قرغزستان جمهوریت د فورم د غونډې جوړېدو په تړاو خبرې شوې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغه ناسته کې نورالدین عزیزي د قرغزستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي چې د نوموړي له هر کلي سره مخ شوې ده.