افغانستانخبرونه

د بشر حقونو څار سازمان: د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو او ماشومانو وضعیت خراب شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې د ښځو او ماشومانو وضعیت په بې څاري ډول خراب شوی دی.

دغه سازمان چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، مرستیالې يې نیکول وېدرشیم ويلي چې له افغانستان سره د متحده ایالتونو د بشري مرستو بندیدو د بحران له امله په دغه هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی.

هغې زیاته کړې چې ددغه بشري ناورین ډېره قرباني ښځې او ماشومان ورکوي او د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې د ښځو او ماشومان وضعیت په بې څاري ډول خراب شوی دی.

نوموړې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او دغه برخه قوي کړي. هغې ټينګار کړی چې طالبان دنده لري چې د دغه وضعیت د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي او د هر وګړي د حقونو حمایت وکړي.