افغانستانخبرونه

یونیسکو: د طالبانو په حکومت کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو ود ښوونیزو او کولتوري پروګرامونو دفتر یا یونیسکو ويلي چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو چې ۱۴۲۲ ورځې کېږي، د دوه میلیونه او ۲۰۰زره نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې دي.

یونیسکو پرون د پنجشنبې په ورځ په يوه خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راپدېخوا پر ښځو د محدودیتونو ۷۰ فرمانونه صادر کړي دي.

یاد سازمان ويلي افغانستان په نړۍ کې يوازینی هېواد دی چې د ښځو او نجونو پر مخ يې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

دغه سازمان دا اندېښنه هم ښودلې چې طالبان هڅه کوي په تدریجي ډول په رسنيز ډګر کې هم ښځې له کار کولو محرومې کړي.