
کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د خپل حکومت د څلورمې کلیزې په مناسبت يو پيغام کې ويلي چې تر دې وروسته دې د کابینې وزیرانو ته سرپرستان نه ويل کېږي او د سرپرستۍ دوره يې پای ته ورسوله.
دغه لیکلی پیغام چې د طالبانو د ویاند مرستيال حمد الله فطرت پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی، په کې د دوی د ازادۍ مبارکي ويل شوې، او پر طالب چارواکو يې غږ کړی چې له خپلو څوکۍ او مقامونو ناوړه ګټه پورته نکړي.
ملا هیبت الله اخوندزاده دغه راز له طالب چارواکو غوښتي چې خلکو سره ښه چلند وکړي او په ایماندارۍ سره دندې سرته ورسوي.