خبرونهسیمهنړۍ

پاکستان کې وروستيو سیلابونو د ۲۸۰ کسانو ژوند اخېستی

کابل ټیلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او ازاد کشمیر سیمو کې توپاني بارانونو، توپان، ځمکښوېیدنو او سیلابونوخلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي او دغه راز له ۲۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

یوازې د خیبر پښتونخوا په بنیر کې د دغو افتونو له امله ۲۱۳ کسان مړه شوي او ګڼ نور نادرکه دي. دغه راز پښتونخوا په مانسهره سیمه کې هم سیلابونو له امله ۲۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز په باجوړ کې هم تر سختو ورښتونو وروسته پراخ سیلابونه راوتلي چې تر اوسه په کې د ۲۱ کسانو مړینه ثبت شوې خو ځينې کسان نادرکه دي.

پر دې سربېره د ازاد کشمیر په نیلم سیمه کې هم سیلابونه راوتلي چې ۶ پلونه یې ویجاړ کړي، مختلفو سیمو کې ۱۱ کسان مړه شوي او په مظفر اباد کې هم سیلاب له امله د يوې کورنۍ ۶ کسان مړه شوي دي.

دغه راز په ګلګت بلتستان کې هم سیلابونو له امله ګڼو سیمو کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتوي او په سکردو سیمه کې يې ۵ پلونه ویجاړ کړي دي.