
کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د سولې په تړاو الاسکا ایالت کې سره وکتل.
ټرمپ د دې کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې خبرې اترې «رغوونکې» وې، او «زیات پرمختګونه» پکې شوی دی.
نوموړي دغه راز له فاکسنیوز سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د روسیې او اوکراین ولسمشران به ډیر ژر د سولې هوکړې ته د رسېدلو په موخه سره لیدنه وکړي.
ورته مهال، ولادیمیر پوتین په یوه اعلامیه کې د «اوکراین د امنیت تضمین» برخه کې د چمتووالي اعلان کړی؛ خو زیاته کړې یې ده، چې د روسیې ټولې اندېښنې باید په پام کې ونیول شي.