افغانستانخبرونه

یواېن‌اېچ‌سي‌ار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه

کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) اعلان کړی چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بې‌ځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو کورنۍ افغانستان کې له خطر سره مخ ماشومانو سره د مرستې لپاره راټولېږي.

د اعلامیې له مخې، دا هوکړه به د ملګرو ملتونو د دواړو ادارو ترمنځ د بېځایه شوو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شوو ماشومانو د خوندیتوب او دغه‌راز په هېواد کې دننه د زیانمنو کورنیو د ملاتړ برخه کې همکاري او د عدالت غوښتنه پیاوړې کړي.

اعلامیه کې راغلي: «د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی چې په افغانستان کې د بېځایه شوو او راستنو شوو ماشومانو او زیانمنو کورنیو خوندیتوب لپاره ګډه رهبري، همکاري او د عدالت غوښتنه پیاوړې کوي.»