افغانستانخبرونه

حلیم فدايي: د طالبانو له حکومت څخه د سرپرست نوم لرې کېدو د ډېرو خوبونه حرام کړل

کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د تېر جمهوري نظام د وخت والي حلیم فدايي وايي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له لوري د طالبانو له حکومت څخه د سرپرست نوم لرې کېدو د ډېرو پخوانيو چارواکو د ګډ حکومت خوبونه حرام کړي دي.

نوموړی وايي، ډېرو پخوانيو سیاسیيونو او چارواکو لا هم دا خوبونه لیدل چې د دوی په ورګډېدو به د طالبانو سرپرست حکومت په دايم حکومت وربدل شي خو اوس چې د طالبانو مشر دا اعلان وکړ، د هغوی دا تمه هم غوسه شوه او په میدان پاتې شول.

پرون د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د دوی د بریا د څلورمې کلیزې په مناسبت خپل لنډپیغام کې له طالب چارواکو وغوښتل چې نور دې د کابینې وزیرانو ته د سرپرست کلیمه نه کارول کېږي.

د تېر جمهوري نظام سیاستوال او هغه مهال د میدان وردک والي حلیم فدايي بیا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر دغې پرېکړې د ډېرو پخوانیو سیاستوالو خوبونه وتښتول.

هغه لیکلي: ((زه ډېر خوشحاله شوم چې طالب له خپل رژیم څخه د “سرپرست” لېبل لیرې کړ. ځکه ډېر هغه سیاستوال او مشران چې د طالب سره یې د ګډ حکومت خوبونه لېدل، اوس یې خوبونه سیلاب یو وړل.))