
کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړو پلټنو دفتر (سیګار) وايي چې طالبان په دغه هېواد کې نړیوالې مرستې د د خپلو شخصي ګټو او قومي تعصب پر بنسټ ویشي.
د دغه راپور له مخې، طالبان د خپل زور او ګواښونو له مخې، نړیوالې مرستندویه ادارې مجبوروي چې خپلې مرستې د دغې ډلې د خوښې وړ کسانو ته وویشي.
د دغې ادارې دا څېړنه له نوي څخه ډېرو اوسنیو او پخوانيو امریکايي چارواکو، د نړیوالو او د افغانستان داخلي سازمانو له مسوولینو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې ده او څرګندوي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې شوې میلییاردونه ډالره مرسته د خپلې خوښې وړ کسانو باندې ویشلې او په دغه برخه کې یې له خپل ځواک ګټه پورته کړې ده.
د راپور له مخې، طالبان د خپل ځواک پر مټ بشري مرستې هغو سیمو ته لېږي چې د دغې ډلې پلویان په کې اوسېږي او یا هغه سیمې وي چې اکثریت اوسېدونکي يې پښتانه وي.