افغانستانخبرونه

نن په اتو ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولايتونو کې نن د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په دغو ولايتونو کې د په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا نومونه په نشه کړي دي.

ورته وړاندوینه پرون هم شوې وه، خو ازادي راډیو داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې تیره ورځ دې په دغو ولایتونو کې سخت سیلونه بهیدلي وي او چا ته دې د سر یا مال زیان اوښتی وي.

وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.