افغانستانخبرونه

قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان او پاکستان د نښلولو غوښتنه کړې

کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د قزاقستان لومړي وزیر اولژاس بکتنوف د اسيا او اروپا له اقتصادي ټولنې (EAEU) غوښتي، چې قزاقستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې سره ونښلوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي د اوراسیا ټولنې په غونډه کې د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د دغو درې هېوادونو د نښلولو لپاره وړاندیز کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه مسیر به د پاکستان کراچۍ بندر ته تر ۱۰ میلیون ټنه سوداګریزو توکو د لېږد وړتیا ولري.