
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د عزیزي شرکت او اوبو او انرژۍ وزارت پلاويو د برېښنا تولید پروژې د چارو پیل په موخه هرات ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي شیخ مولانا اسلام جار سره کتلي.
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د یاد پلاوي د سفر موخه د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د سروې او عملي چارو پیل ښودلی دی.
دغه راز د هرات والي د عزیزي شرکت پانګونه او مرستې ستایلې او ټینګار یې کړی، چې د سترو ملي پروژو د پلي کولو لپاره به ورسره هر راز همکاري کوي.