افغانستانخبرونه

نن د هیواد په لسو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا دوشنبه (د زمري ۲۷مه) د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا شامل دي.