افغانستانخبرونه

بدخشان کې د خلکو او طالبانو نښته؛ ۲۲ ځايي اوسېدونکي ټپيان شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې چې په کې ۲۲ ځايي اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

يو ځايي اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټيليګراف ته وويل چې پېښه د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، خلک د طالبانو په ډزو او د کنداغونو په ګوزارونو ټپيان شوي دي.

دغه ځايي اوسېدونکی وايي، خلکو او طالبانو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه چې ځايي اوسېدونکي د يو ملک له کړنو په تنګ راغلي وو. دغه ملک/وکیل د طالبانو له لوري ټاکل شوی دی.

ځايي خلکو د دغه ملک/وکيل د لرې کولو لپاره د ۸۰ کسانو په لاسلیک عریضه ولسوالۍ ته وړاندې کړې وه خو د ولسوالۍ طالب چارواکو د دې پرځای چې ملک لرې کړي، په زوره يې په خلکو تحميلولو چې خلک ورسره تاوتریخوالي پاندې اوښتي دي.

په بدخشان کې تر دې وړاندې هم په ځلونو د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ دا ډول اخ او ډب رامنځته شو یدی.