
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الر حمن له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په تړاو په يوه اندېښنه کې ويلي، که افغان کډوال خپله پانګه له پاکستاني بانکونو وباسي، بانکونه به له زیان سره مخ شي.
نوموړي دغه راز د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې کډوال دې ډله بندي کړي، افغان سوداګر کډوال او هغوی چې پاکستان کې یې د انجینرۍ او ډاکټرۍ زده کړې کړي، باید ونه ویستل شي.
دی وايي، دغه دواړه ډلې د پاکستان سرمایه ده او په وتلو يې پاکستان زیانمنېدلی شي.
مولانا فضل رحمن دغه راز وايي، چې د افغان کډوالو په جبري ویستلو سره د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې هم خرابېدلی شي.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې مېشت هغه افغان کډوال چې د مهاجرت کارټونه لري، د سپټمبر په لومړۍ نېټه به یې د ویستلو لړۍ پيل کړي.