افغانستانخبرونه

له کندهاره بهرنیو هیوادونو ته د انځرو صادارت پیل شول

کابل ټیلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وياند محمد حنيف حقمل وایي، چې له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو د صادراتو لړۍ پيل شوه او په لومړي پړاو کې ۱۰۰ ټنه انځر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شول.

د نوموړي د معلوماتو له‌مخې، سږ کال به په کندهار کې د ۱۵ زره هکټاره ځمکې څخه د انځرو حاصلات تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه زياتوالی ښيي.