افغانستانخبرونه

افغانستان ۶۰ سلنه د اوړو اړتیا په کور د ننه پوره کوي

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وایي، افغانستان اوسمهال د خپلې کلنۍ اړتیا شاوخوا ۶۰ سلنه اوړه له کورنیو تولیداتو څخه پوره کوي.

د دغه دفتر د احصایو پر بنسټ، افغانستان هر کال شاوخوا ۶ میلیونه ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۳.۵ میلیونه ټنه یې په کور دننه تولید کیږي.

د اقتصادي مرستیال دفتر زیاتوي،  اوسمهال په هېواد کې ۲۰۰ فابریکې د اوړو تولید کوي، چې په دې فابریکو کې نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او ۲۵۰۰ کسان په دایمي ډول په کار بوخت دي.

د مسوولینو په وینا، یو میلیون ټنه اوړه د دې ۲۰۰ فابریکو له خوا او پاتې نور د محلي اوړو د تولید له لارې ترلاسه کیږي.