افغانستانخبرونه

د بدخشان جرم ولسوالۍ کې د طالبانو او خلکو ترمنځ نښته شوې

کابل ټيلیګراف – ۲۹زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده. لومړني راپورونه وايي چې په دغه نښته کې يو کس وژل شوی او ۴۰ کسان ټپيان دي.

يو ځايي اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټيلیګراف ته وويل چې د سه شنبې په شپه د جرم ولسوالۍ کې د ځايي طالبانو او خلکو ترمنځ نښته پیل شوې وه چې تر پرون سهاره يې دوام کړی دی.

دی وایي، په دغه نښته کې يو کس وژل شوی او ۴۰ کسان نور ټپيان دي چې ځينې طالبان هم ټپيانو کې شامل دي.

تر اوسه د دغې نښتې علت روښانه شوی نه دی او نه يې هم طالب چارواکو په تړاو څه ويلي دي.

څو ورځې وړاندې د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې هم د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې وه چې شل کسان په کې ټپيان وو.