افغانستانخبرونه

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د اروپايي ټولنې له لوري د ۱۳ ميليونه يورو (۱۵ ميليونه ډالرو) مهمې مرستې هرکلی کوي.

دغه پروګرام وايي، په دغې مرستې به نږدې نیم ميليون اړمنو خلکو ته د درې مياشتو لپاره بیړنۍ مرستې ورسوي.

د دغو نغدي او غېر نغدي مرستو ترڅنګ به هغو ۸۵ زره ماشومانو ته هم مغذي خواړه و ویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.