
کابل ټيلیګراف – ۲۹زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
ځايي طالب چارواکي وايي، د هرات – کابل په لویه لاره يو ۴۰۴ موټر د بې احتياطۍ له امله ټکر کړی او اور يې اخېستی چې له امله يې په موټر کې سپاره اکثریت کسان مړه شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند غلام نبي نبي زاده رسنيو ته ويلي چې تېره شپه په ګذره ولسوالۍ کې د کابل – هرات پر لویه لاره دغه پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي که څه هم امنيتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي خو موټر اوس اخېستی او په کې سپاره کسان چې له ۵۰ یې شمېر ډېر دی، ټول سوځيدلي او مړه شوي دي.
بلخوا يو ځایي اوسېدونکي کابل ټيلیګراف ته وویل چې پېښه کې ۵۵ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
دی وايي، دا پېښه ۹نیمې بجې رامنځته شوې او موټر کې اکثریت سپاره کسان له ایران راستانه شوي کډوال دی.