
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د استازو جرګې درېیو غړو اعلان کړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پخوانیو متحدینو د ملاتړ لپاره یې د «پایدار هرکلي» په نوم نوې لایحه وړاندې کړې ده.
دا دوه ګوندیزه لایحه د سیډني کاملاګر-داو، مایک مک کال، دینا ټیټوس او مایک لاولر له لوري وړاندې شوې ده.
که دا لایحه تصویب شي د «افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو همغږي کوونکي دفتر (CARE)» به بیرته ورسره فعال شي.
همدا راز، د دې لایحې له مخې به د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو خوندي او شفاف ډېټابېس رامنځ ته شي چې ورسره به یې له کورنیو سره د یو ځای کېدو پروسه، کنګرې ته د منظم راپور ورکولو او د سازمانونو تر منځ د همغږۍ د پیاوړي کولو پروسه چټکه شي.
د کنګرې استازي کاملاګر-داو ویلي: «د افغان متحدینو په تړاو زموږ پر خپلو ژمنو عمل باید ګوندي مسله نه وي، بلکې باید یو اخلاقي مسوولیت، ملي ویاړ او نړیوال اعتبار پورې تړاو ولري.»
ده ویلي: «په دې دوه ګوندیزې لایحې سره یو روښانه او واحد پیغام ورکوو: متحده ایالات پر خپلو ژمنو عمل کوي. موږ هغو زړور افغانانو ته نه شا کوو چې زموږ د سرتېرو د خوندیتوب لپاره یې ځانونه خطر ته ورکړل.»
د پخوانیو امریکایي سرتېرو «افغان ایوک» سازمان چې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د انتقال هڅې کوي، د دې لایحې د معرفي کېدو او وړاندې کېدو هرکلی یې کړی او ویلي یې دې چې د خپلو شریکانو تر څنګ له کنګرې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.