افغانستانخبرونه

خلیلزاد: پاکستان کې د طالبانو ضد غونډې اصلي تنظیموونکې ISI ده

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې په پاکستان کې د طالبانو ضد جوړېدونکې غونډې اصلي تنظیموونکې د پاکستان استخباراتي اداره  ISIده.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستاني چارواکو د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې ويلي يې دي، د طالبانو د مخالفینو په مېلمستیا کې د پاکستان حکومت شامل نه دی.

هغه زیاته کړې: ((د پاکستان حکومت رسنیو ته ویلي چې دوی د طالبانو د مخالفینو په مېلمستیا کې شامل نه دي. له بده مرغه، دا حقیقت ندی. د پاکستان د استخباراتو اداره (ISI) ددې کنفرانس اصلي تنظیموونکی دی او د دې سفر تنظیم کوي.))

دی وايي، د افغان ګډونواول لېست د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د ویزو په خاطر د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.

خو هغه وايي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ISI د دې عمل سره ناراضه ښکاري او په دې توګه نو ځکه يې لېست افشاء کړی دی.

زلمی خليلزاد په دې باور دی، افغانان حق لري چې د طالبانو حکومت سره مخالفت وکړي خو د افغان/پاکستان اړیکو د تاریخ په نظر کې نیولو سره وايي، پاکستان خپل پخواني تېروتنې تکراروي، او د افغانانو یوه ډله د بلې ډلې پر وړاندې ودروي .

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو جوړېدونکې غونډې څخه لومړی همدې زلمي خلیلزاد پرده پورته کړه او دا يې د پاکستان له لوري د افغانستان په کورنيو مسايلو کې لاسوهوه په ګوته کړه.

ټاکل شوې چې همدا اوونۍ په اسلام اباد کې د طالبانو پر ضد د پخواني جهادي ډلو د غړو او مدني فعالانو په ګډون د طالبانو پر ضد غونډه جوړه شي.