سیاسي شنونکي: چین په درې اړخیزه غونډه د طالبانو او پاکستان د اړیکو جوړولو هڅه کوي

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شي، سیاسي شنونکي وايي، په دغه غونډه کې چین هڅه کوي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلې شوې اړیکي بیا ورغوي.
د اړیکو پراختيا، د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه، د اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې د همکارۍ ډېروالی او ځينې نور مسايل د دغې غونډې د اجنډا مهمې برخې یادې شوي خو تر پر دې شاته بیا پر ځينو نورو مسایلو هم خبرې کېږي.
د کابل غونډه نن جوړېږي
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته نن په کابل کې جوړېږي.
په دغه ناسته کې به د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار ګډون وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند حافظ ضياء احمد پر خپله اېکسپاڼه تاييد کړې چې دا ناسته نن په کال کې جوړېږي چې په کې به د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه ييزو همکاريو په ګډون پر يو شمېر مسایلو بحث وشي.

هغه ویليي: (( تمه ده چې د غونډې ګډونوال د ګډو ګټو، متقابل تفاهم سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر لوړپوړو مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.))
دا ناسته ټاکل شوې وه چې پاکستان کې جوړه شي خو پر امیر خان متقي د سفر د بندیز له امله کابل کې جوړېږي.
د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ د غونډو دا لړۍ یا درې اړخیز فورم په ۲۰۱۷ کال کې د تېر جمهوري نظام پرمهال رامنځته شوی، موخه یې د درې اړخیزو اړیکو رامنځته کول، پراختیا او همکاري ده چې نننۍ غونډه یې هم د دوام یوه کړۍ ده.
چین د څه په لټه کې دی؟
د سیاسي چارو شنونکي وايي، پر هغو مسایلو سربېره چې د غونډې په ښکاره اجنډا کې ځای ورکړل شوی، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو په بیارغونه به هم خبرې وشي.
د سیاسي چارو شنونکی او د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د پاليسۍ پخوانی سلاکار شریف غالب په دې باور دی چې په دغه غونډه کې چین هڅه کوي چې د خپلو نږدې ملاتړو د یوځای کېدو لپاره د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلې شوې اړیکي بیا جوړې کړي.

هغه وايي: ((درې اړخیزه غونډه اصلاُ د ۲۰۱۷ کال د درې اړخیز فورم پورې تړاو لري، خو څو ځلې دا ډول غونډې د بېلابېلو مسایلو په وجه له ځنډ سره مخ شوي، خو تاسو خبر یاست چې د شانهګای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره د طالبانو او پاکستان اړیکې مهمې وګڼلې، نو زما په نظر له هغې وروسته هم پاکستان او هم چین په دې لټه کې دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې بېرته ښې شي؛ نو په نننۍ غونډه کې به ډېره هڅه وشي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې بیا جوړې شي.))
دغه راز د چارو یو بل شنونکی او د پوهتون استاد محمد اسلم دانشمل هم په دې باور دی چې چین په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا او د غرب د نفوذ د مخنيوي لپاره مجبور دی چې د سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د سیمې هېوادونه په يو ټغر سره راټول کړي.
دی وايي، د افغانستان جغرافیوي موقعیت د دې لامل کېږي چې په سیمه کې د امنیتي، سیاسي، سوداګریزو او نورو مسایلو او اړیکو د پراختیا لپاره باید افغانستان په ټولو مسایلو کې ښکېل شي نو چین هم د افغانستان جیو پولیتیکي ارزښت ته په کتو په دې هڅه کې دی چې د طالبان او پاکستان اړیکې ښې کړي او دلته يو سیمه يیز قوت رامنځته کړي.
د پاکستان او طالبانو اړیکې
که له یوه اړخه پر طالبانو تور دی چې سیاست يې د پاکستان تر نفوذ لاندې دی او ډېر کله د پاکستاني استخباراتي ادارې ISI له قوماندې او مشورې پرته کومه پرېکړه نه شي کولی خو په دې وروستيو کې د دواړو خواوو ترمنځ لیدل کېږي چې اړیکې ترینګلي شوي او ډېر واټن رامنځته شوی دی.
په اسلام اباد کې دا څو ورځې وروسته د طالبانو د نظام پر ضد د پخوانيو افغان جهادي ډلو، د تېرو حکومت د ځينو ټيټ پوړو چارواکو او د مدني او ښځو د حقونو د فعالانو غونډه جوړېږي چې دغه غونډه د دواړو لوريو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لوی ثبوت ګڼل کېږي.

د اسلام اباد له جوړېدونکې غونډې څخه پخواني افغان الاصله امریکايي ديپلومات او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرده پورته کړه او له دغې غونډې سره یې مخالفت څرګند کړ.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دا غونډه د پاکستان د استخباراتي ادارې ISIله لوري تنظيم شوې ده.
زلمي خلیلزاد وويل چې د پاکستان تېر تاریخ ته په کتو دا ځل بیا غواړي چې د طالبانو د نظام د را ړنګولو او د خپلو شخصي ګټو د خوندیتوب په موخه دا ډول غونډې جوړې کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا يوه بله بېلګه څو ورځې وړاندې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر هغه څرګندونې هم دی چې ويلي يې و، پاکستان په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت نه غواړي.
عبدالطیف منصور ويلي وو چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه تل هڅه کوي چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، بې اتفاقي او ګډوډي موجود وي چې د هغوی ګټې خوندي وي.
نوموړي دا هم ويلي وو: ((زموږ بعضې ګاونډیان چې دي بیا خصوصاً پاکستان، په افغانستان کې حکومت نه غواړي، که هغه د طالب وي، که هغه د مجاهد وي، که هغه د کمونیست وي، دلته اداره نه غواړي موږ اوس په دې پوه شوي يو، که دلته حکومت جوړ شي، افغانستان په پښو درېږي،له دې موقع نه دوی استفاده کړې چې په افغانستان کې مرکزي حکومت جوړ نه شي، دایماً اختلافات وي، زموږ هغه سیاسي هدف هم سرته رسېږي، اقتصادي به هم رسېږي.))
بلخوا پاکستان هم په ځلونو تور پورې کړی چې په دغه هېواد کې د ډېرې شوې ترهګرۍ ګڼې پېښې په افغانستان کې پلان شوي او پر دې سربېره يې تورونه لګولي چې هلته ګڼ وسله وال د بریدونو لپاره له افغانستان څخه ورځي.
د پاکستان پوځ د خپلې خبرې د ثبوت لپاره څو ورځې وړاندې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د هغو ۵۰ وسله والو د وژلو ادعا وکړه چې په خبره یې د پاکستاني طالبانو تحریک په ډله کې د جنګېدو لپاره له افغانستانه ور اوښتل، پاکستان وايي، په افغانستان کې ټي ټي پي او د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو د روزنې او اوسېدو ګڼ مرکزونه موجود دي.