افغانستانخبرونه

روسیه: له مسکو پرته له اوکراین سره خبرې بې‌ پایلې دي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د روسیې له شتون پرته اوکراین ته د امنیتي تضمینونو ورکولو برخه کې به د لویدیځو هېوادونو هڅې بې پایلې وي.

نوموړي زیاته کړې: «امریکا او ملګري یې ډیر ښه پوهیږي، چې د روسیې له شتون پرته د اوکراین د امنیت په تړاو بحث یو خیال دی او هیڅ ځای ته نه رسیږي.»

دغه څرګندونې له هغې وروسته شوي، چې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو په ګډون اروپایي مشرانو د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د امنیتي مسایلو په تړاو خبرې وکړې.