
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د انادلو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د شوې ناستې د پایلو، د سوداګریزو ستونزو او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو ټلیفوني خبرې کړي.
په دې خبرو کې د ترکیې ولسمشر ویلي، چې نوموړی د «اوکراین» د سولې په پروسه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري او ټینګار یې کړی، چې د دغې جګړې له پیل راهیسې ترکیې په رښتیني ډول هڅه کړې، څو یوه عادلانه سوله تامین شي.
ورته مهال پوتین د سولې د خبرواترو د کوربهتوب او هڅو له کبله د ترکیې څخه مننه کړې ده.