افغانستانخبرونه

د پاکستان او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په اسلام اباد کې يې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

محمد صادق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا ناسته پرون د هغه په کاري دفتر کې ترسره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: ((نن ورځ مې د افغانستان لپاره د برتانوي ځانګړي استازي، اندریو مککوبري سره ملاقات وکړ. موږ د سیمې په پرمختللې دینامیکو، په افغانستان کې وضعیت، او د سولې، ثبات، او سمسورتیا لپاره د نړیوالې اړیکو د دوامدار اهمیت په اړه بحث وکړ.))

په دې وروستيو کې پاکستان هڅه پيل کړې چې نړیوال د طالبانو د حکومت پر خلاف نظامي او يا هم بل اقدام کولو ته وهڅوي.