
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له خصوصي سکتور سره په همغږي يې تورخم بندر کې د صادراتو لپاره ځانګړي وختونه ټاکلي دي.
ياد وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، ۱۴ ساعتونه د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره او ۱۰ ساعته بیا د نورو وسايلو د صادرولو لپاره ځانګړي شوي دي.
ياد وزارت ويلي، دغه پرېکړه صادراتو کې د اسانتيا او د ضايعاتو د مخنيوي په موخه شوې