
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د سوداګریزو توکو لیږدونکو بار وړونکو موټرو چلوونکو ته یې د ویزې ورکړله بنده کړه.
هغه زیاته کړې، د غیر قانوني بار وړونکو موټرو د لوی شمېر له امله نه یواځې د امریکایانو ژوند په خطر کې دی، بلکې د ځآیي بار وړونکو موټر چلوونکو د تنخوا د کمېدو لامل هم ګرځیدلي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د غزې اوسیدونکو فلسطینیانو لپاره سیاحتي ویزې هم بندوي.
د دغه وزارت په وینا، د غزې لپاره د وروستیو لږ شمېر ویزو د څیړنې لپاره د ویزو صادرول بند شوي دي.