
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د را پورونو له مخې؛ د سکاټلینډ په یو جومات د ترهګریز برید پلان جوړونکی ۱۷ کلن تنکی ځوان په لس کاله بند محکوم شو.
د ګلاسګو د سترې محکمې قاضي لارډ آرترسن ویلي، چې مجرم یو خورا شیطاني پلان جوړ کړی و، چې له همدې امله نوموړی په لس کاله بند محکوم او له هغې وروسته به تر ۸ کالونو پورې تر څارنې لاندې هم وي.
د څېړنو له مخې؛ دغه ځوان غوښتل چې پر جومات برید وکړي او وروسته لمونځ کوونکو ته اور واچوي، چې د جنورۍ په میاشت کې د پولیسو لخوا د جومات مخې ته ونیول شو.
د نیول کیدو وړاندې هغه د جومات امام ته ویلي و، چې هغه اسلام قبولوي.