
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د کولمبیا په کالي ښار کې پر هوایي میدان د موټر بم چاودنې او ډرون بریدونو له امله ۵ کسان وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، بریدګرو د نظامي هوایي ښوونځي هدف ګرځولی و او چاودنه دومره زوروره وه، چې نږدې ودانۍ تر لړزېدو وروسته د خلکو لخوا خالي کړای شوې.
د کالي ښاروال د لومړنیو راپورونو په حواله ویلي، چې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي.
هغه د نورو چاودنو د وېرې له امله ښار ته د بار وړونکو موترو په داخلېدو بندیز لګولی.
تر اوسه د برید لامل نه دی معلوم، خو والي دا یو ترهګریز برید بللی.