
کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې؛ د نیویارک استناف محکمې۵ قاضیانو د ۱۱ میاشتنیو څېړنو وروسته د امریکا متحده ایالاتونو په ولسمشر ډونالډ ټرمپ لګول شوې ۵ سوه میلیونه ډالر جریمه لغوه کړه.
محکمې د ټرمپ او د هغه د زامنو پر ضد د ۲ کلونو سوداګریز بندیزونه هم لغوه کړل، همدارنګه د ټرمپ او د هغه د سازمان پر ضد د بانکونو څخه د ۳ کلونو پور اخیستلو بندیز هم وځنډول شو.
پر ټرمپ تور و، چې هغه د خپلې سوداګرۍ د ګټې لپاره د جایدادونو قیمتونه لوړ کړي وو.