خبرونهنړۍ

په غزه کې پر ماشومانو د اسرائیلي ظلمونو پر ضد سویډن کې ماشومانو لاریون وکړ

کابل ټیلیګراف – ۳۱ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د سویډن په ګوټنبرګ ښار کې سویډني ماشومانو د فلسطین بیرغونو او د غزې د ماشومانو انځورونو په لیږدولو سره د اسرائیلو پر ضد لایون وکړ.

دوی د فلسطیني ماشومانو د ژغورلو او د اسرائیلو د ظلمونو د مخنیوي شعارونه ورکړل.

بل لور ته، په غزې ښار کې فلسطینیانو د اسرائیلي اشغال د پلان پر ضد لاریون کړ او شعارونه یې ورکړي، چې “جګړه ودروه” او “نسل وژنه بنده کړه” .

دوی له نړیوالو غوښتي، چې جګړه او د فلسطینیانو جبري بې کوره کول ودروي. 

په اسرائیل کې هم د غزې د جګړې پر ضد لاریونونه جریان لري.
په تل ابیب کې سلګونو کسانو د نتنیاهو د حکومت پر ضد مظاهره وکړه او د غزې جګړې د بندولو او یرغمال شویو کسانو د بېرته راوستلو غوښتنه یې وکړه.