طالبان ۳ ډوله خلکو ته نور پاسپورت نه ورکوي؛ بې سرپرسته ماشومان، محکومان او ممنوع الخروج

کابل ټیلیګراف – ۱ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي ریاست اعلان کړی، چې له دې وروسته به بې سرپرسته ماشومان، د محکمې له خوا محکومشویو کسانو او هغو کسانو ته پاسپورټونه نه ورکول کیږي چې له هېواده بهر تګ یې منع یا ممنوع الخروج دی.
د طالبانو د پاسپورټونو عمومي ریاست نن(شنبه، د اګسټ ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغو ډلو ته د پاسپورټونو ورکول به په بشپړه توګه ودرول شي.
د دې نوې پالیسۍ له مخې، هغه کسان چې د طالبانو د حکومت له خوا په قضايي، مدني یا سوداګریزو قضیو کې محکوم شوي دي، د پاسپورټونو ترلاسه کولو اجازه به ونلري.
همدارنګه، هغه ماشومان چې قانوني سرپرست نه لري، د پاسپورټ غوښتنه نشي کولی.
د دې سره سره هغه کسان چې د وتلو بندیز یا ممنوع الخروج د بریښنایی سیسټمونو “BAIF” او “بایومیټریک” لخوا تایید شوی وي، پاسپورتونه نه ورکول کېږي.
د پاسپورټونو عمومي ریاست وویل، چې د دې پرېکړې هدف د هویت اسنادو د صادرولو پروسې کنټرول او څارنه پیاوړې کول دي، ترڅو د احتمالي ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي او د هېواد امنیت وساتل شي.
په وروستیو کلونو کې، د پاسپورټ د صادرولو پروسه په ډېری هېوادونو کې د امنیت ښه کولو او د کډوالۍ کنټرول په هدف بیاکتنه شوې ده.
په افغانستان کې، د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي او ملي امنیت ساتلو لپاره د پاسپورټونو په صادرولو هم محدودیتونه لګول شوي دي.
بې سرپرسته ماشومان، د قانوني استازو نشتوالي له امله، ډیری وختونه د ځانګړو قوانینو تابع وي چې د قانوني سرپرست له شتون یا رضایت پرته د هویت اسنادو د صادرولو مخه نیسي.
همدارنګه، هغه خلک چې په محکمو کې محکوم شوي دي ډېری وختونه د قانوني مکلفیتونو له امله بهر ته د سفر کولو څخه منع کیږي.