
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
یوې امریکايي رسنۍ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ټرمپ د اروپایانو د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اوکراین لپاره د ۳۳۶۰ ERAM ډوله لارښوونکو توغندیو د پلورلو سره هوکړه کړې.
د دغه را پور له مخې؛ یاد لګښت د اروپايي هېوادونو لخوا ورکول کیږي او دغه توغندي کولای شي، له ۲۴۰ څخه تر ۴۵۰ کیلو مترو پورې واټن لمنځه یوسي.
ټاکل شوې دا نظامي محموله په راتلونکو شپږو اونیو کې وسپارل شي.