
کابل ټیلیګراف – ۲ وږی ۱۴۰۴ لمریزی کال
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، درېیو ولایتونو کې د دوو مرستندویه بنسټونو له لوري د شاوخوا ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور نن (یکشنبه، سنبلې دویمه) کابل کې یوې غونډې ته وویل،دغه درملنه د ملک سلمان او البصر خصوصي مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ کېږي.
کابل، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه یاد شوي، چې ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنې زمینه پکې برابره شوې.
دلاور وایي، د افغاني سرې میاشتې روغتون کې به د ۴۰۰ ښځینه او نارینه ناروغانو د جراحۍ عملیات وشي او د ۴۰۰۰ نورو ناروغانو درملنه به وشي.
د هغه په خبره له دې وروسته به ننګرهار کې ۴۰۰ عملیاتونه وشي او ۴۰۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه به وشي.
د هغه په خبره دا لړۍ به همداسې کندهار ته وغځېږي.
عام خلک بیا دا حرکت د ولس لپاره په خیر بولي خو ټينګار کوي چې نورو ولایتونو ته دې هم وغځېږي.