څلور کاله یې پوره شول؛ وروستی امریکایي پوځي په نننۍ ورځ له افغانستانه ووته

کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
نن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وروستي پوځي د وتلو څلور کلونه پوره شول. دا په داسې حال کې چې بل لورته د طالبانو حکومت ویلي،له امریکا سره پياوړې اړیکې غواړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وروستی پوځي ووت او امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده ۲۰ کلنه جګړه پایته ورسوله.
د امریکا د مخکني ولسمشر، جو بایډن د حکومت پرمهال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دوی د اوسني مشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري د امریکا په تاریخ کې «له شرمه ډکه» ورځ بلل شوې ده.
ټرمپ بار بار ویلي چې دا ورځ د دوی په تاریخ کې د دوی لپاره د «شرم» ورځ وه.
ډونالډ ټرمپ د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د بایډن اداره ملامتوي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د پاتېپوځي امریکايي پوځي تجهیزاتو یادونه هم کوي.
طالبان بیا پآتې وسلې د افغانستان حق بولي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی له امریکا سره د پياوړو اړیکو د ټینګښت غوښتونکي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره پخوانی جمهوري نظام نسکور او پرځای یې طالبان د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول.