خبرونهنړۍ

اسراییلو په یوه برید کې د یمن د حوثیانو لومړی وزیر وواژه

کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

پرون شنبه د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیلو په هوایي برید کې د حوثیانو حکومت د لومړي وزیر «احمد غالب الرهوي» په ګډون څو وزیران وژل شوي دي. 

نړیوالې رسنۍ خپلو راپورونو کې د حوثيانو د عالي سیاسي شورا د مشر په حواله ویل شوي چې په لومړي ځل په دومره لوړه کچه چارواکي وژل کېږي.

د راپورونو له مخې د شنبې ورځې په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي. 

احمد غالب الرهوي یو کال مخکې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی و، او تازه یې ځایناستی «محمد مفتاح» په نامه هغه کس شوی چې پخوا د رښتیني رهبر په توګه د هغه مرستیال و.

د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیلو دغه برید پراخ نړیوال غبرګونونه هم پارولي دي.

یو شمېر هېوادونو پر اسرائیلو د فشار راوړلو غوښتنې تکرار کړې دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو دا مهال په غزه کې هم خپله جګړه پراخه کړې او هلته یې جګړه‌ییزې سیمې اعلان کړې دي. 

په ورته مهال د یمن حوثیانو ټینګار کړی چې لا به هم د غزې له ملاتړ څخه لاس وانخلي.