
کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، له امریکا سره پياوړې اړیکې غواړي.
هغه پرون شنبه (سنبله، ٨مه) یوې جاپانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې مونږ له امریکا سره قوي اړیکې غواړو او له نورو هېوادونو هم تمه لرو چې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني.
مجاهد د افغانانو د شتمنیو کنګل ته په اشارې نیوکه کړې چې امریکا خپلو سختو سیاستونو ته دوام ورکوي.
ذبیحالله مجاهد غوښتنه کړې چې امریکا دې د طالبانو پر وړاندې خپلو پالیسو کې بدلون راولي.
مجاهد دغه مرکه کې د نجونو زدهکړې يوه داخلي مسله بللې او ټينګار کړی چې: افغانستان خپل کلتور لري، او غوښتنه کوو چې لاسوهنه مه کوئ.
نوموړي همدارنګه ویلي چې دوی هیله لري جاپان هم د طالبانو نظام په رسمیت وپېژني.
مجاهد داسې مهال له امریکا سره د اړیکو د پياوړي کېدو غوښتنه کوي، چې بل لورته د نظر خاوندانو په وینا سږکال یې د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو ورځ د تېرو کلونو په پرتله ونه نمانځله.
دوی وایي، تېرو کلونو کې به طالبانو دغه ورځ په مېلو نمانځله، خو سږکال توپير لري.
ځینې په دې باور دي، چې ښایي د ټرمپ وروستی تریخ دریځ د دې لامل شوی وي، چې طالبان سږکال خپلې ځانګړې ورځې په جم و جوش نه نمانځي.