افغانستاناقتصادخبرونه

له کندهار څخه هند ته۱۰۰ ټنه انځرصادر شوي

کابل ټیلیګراف ۸وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند وايي، سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.

محمد حنیف حقمل رسنیو ته ویلي چې، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.

په همدې حال کې د کندهار د بزګرانو ټولنې مشر محمد خالد زعفران وایي، چې د دې هڅو په پایله کې راتلونکي کې به له کندهاره د وچ انځر صادرات اروپایي هېوادونو ته هم پراخ شي.          

کندهار د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې ډېره برخه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍاړتیاوې پوره کوي.

د انځرو ترڅنګ انار د کندهار هغه مېوه ده چې د هېواد د ولایتونو ترڅنګد نړۍ په یو شمېر  هېوادونو کې هم مینه وال لري او صادرېږي.

بزګران که څه هم د ۱۰۰ ټنه انځرو صادرېدل ښه خبر بولي، خوټینګار کوي چې باید نورو محصولاتو ته یې هم پر وخت د بازار غم وشي.