
کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی دی.
روسي رسنۍ وایي پوتین د چین ولسمشر «شي جین پېنګ» په رسمي بلنه د یاد هېواد «تیانجین» ښار ته تللی دی.
ټاکل شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان ناسته نن (یکشنبې، اګسټ ۳۱مه) پیل شي او د ۲۰ نورو هېوادونو مشران به پکې ګډون ولري.
د روسیې ولسمشر داسې مهال په یو ستر نړیوال فورم کې ګډون کوي چې په وروستیو کې یې له اوکراین سره کړکېچ خورا پراخ شوی دی او د اوکراین جګړه یې څلورو کلونو ته نږدې کړې ده.
پوتین تر دې مخکې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین جګړې د پایتهرسولو په خاطر له نږدې لیدلي وو او دواړو لوریو هغه ناسته ګټوره بللې وه.
د ویلو ده چې د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو هڅې پيل کړې، خو لا هم هلته د دغو مذاکراتو د مثبتو پایلو کوم څرک نه لیدل کېږي.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې د روسیې ولسمشر به په چین کې له کومو چارواکو سره پر کومو مسایلو کتنې او بحثونه ولري.