
کابل ټیلیګراف ۹وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطر وایي چې نن به په هېواد کې د سمنټو د تولید ستره فابریکه پرانیستل شي.
حمدالله فطرت په اېکسپاڼه لیکلي چې د دې فابریکې د پرانیستې مراسم به د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې ترسره شي.
د نوموړي په وینا، دا لومړی ځل دی چې دغه ډول فابریکه په هېواد کې په ملي بودیجه جوړېږي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ستره ونډه اخلي.
فطرت همداراز لیکلي چې د دې فابریکې له ۳۰ تر ۵۰ سلنه وسایل په هېواد کې دننه، د ملي پراختیا شرکت په فابریکو کې تولیدېږي، چې دا د ملي تولید او اقتصادي ځان بسیاینې یوه ښکاره نښه ده.
د یادونې وړ ده چې د سمنټو دا فابریکه به په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه تولید ظرفیت ولري، او د طالبانو حکومت د سمنټو له اړخه پرځان بسیاینې په برخه کې مهمه بللې ده.