
کابل ټیلیګراف د وږي۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورونه وايي چې د تېرې شپې زلزلې د ننګرهار ،کونړ او لغمان ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې ډېره مرګ ژوبله په کونړ کې پېښه شوې ده. په ځینو سیمو کې بشپړ کلي ړنګ شوي دي.
تېره شپه نږدې دوه بجې د ریکټر په کچه شپږ درجې زلزلې چې مرکز یې د افغانستان ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونه ښودل کېږي، د افغانستان په ګډون د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او هند ځینې سیمې ولړزولې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دغې زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورونه نړېدلي دي.
د ننګرهار هوايي ځواک، د دواړو ولایتونو د سرې میاشتې ریاستونو، روتیا ریاستونو او ځینو نورو ادارو بیړني خدمات پیل کړي او د شپې یې زلزله ځپلو سیمو ته ځانونه رسولي دي.
کونړ ولايت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې مسوولین وایي، چې د زلزلې له امله د دې ولایت په نورګل، څوکۍ، وټپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې خواوشا ۲۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۰ تنه نور ټپیان دي
یادې ادارې ویلي چې ارقام وروستي ندي ، تلفات لدې هم لوړ دي.
بلخوا د ننګرهار دره نور ولسوالۍ هم زلزلې ځپلې ذو تر اوسه په کې د ۹ کسانو د مړينې او ۱۵ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
پر دې سربېره زلزلې په لغمان کې هم خلکو ته د مالي زیانونو اړولو سربېره ۴۴ کسان ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: (( په تاسف سره چې د نن شپې زلزلې زموږ د مشرقي ځینې ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولې همدا اوس ځایې مسؤلین او خلک د زیانمنو شوو د ژغورلو په هڅو بوخت دي له مرکز او نږدې ولایاتو هم کومکي ټیمونه په لاره دي، له ټولو شته امکاناتو څخه به د خلکو د نجات لپاره کار واخیستل شي.))
د دې خبر د جزیاتو لپاره کابل ټیلېګراف سره پاتې شئ.