افغانستانخبرونه

د زلزلې تعقیب: د کونړ چپې درې کې ۲۵۰ تنه مړه او ۵سوه نور ټپیان دي

کابل ټیلیګراف د وږي۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۲۵۰ تنو په شاوخوا کې مړه او تر ۵ سوو نور ټپیان شوي دي، دغه راز په سیمه کې نږدې ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي.

یوې رسمي سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: د چپرې درې په چلس کلي کې ۱۱، بادګوړ کلي کې ۱۴، اندرلچک کې ۳۰ او سپېره کلي کې یې د شل تنو جسدونه د خاورو لاندې څخه راویستلي دي.
دغه سرچینې زیاته کړه، په نورو کلیو کې هم د زلزلې له امله کورونه ناست دي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي معلوم.

په ورته وخت کې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه ولسوالۍ کې د خونو چتونو کیناستلو له امله د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۹ تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو اعلان کړی، چې کونړ چپې درې ته یې د ټپيانو لیږد په موخه چورلکي لیږلي او عملاٌ یې د ټپيانو انتقال پیل کړی دی.

دا په داسې حال ده، چې د بیګا راهیسې تر نن سهار پورې په ننګرهار او ګڼ نورو ولایتونو کې د پرلپسې ۶ ځله د زلزلې د ټکانو خبر ورکړل شوی دی.